کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د پولیسو آی جي محمد طاهر ویلي چې پولیس د ولس د سر او مال ساتنې، د امن د ټینګښت او د جرمونو او ترهګرۍ پر ضد په عملیاتو کې مهم رول ترسره کوي او د دندو پر مهال د پولیسو د افسرانو او سرتېرو قربانۍ نه هېرېدونکې دي. نوموړي د کوټې په پولیس لاین کې د پولیس دربار غونډې ته په وینا کې وویل چې د عصري پولیسنګ لپاره پر نوې وسایلو، امکاناتو او مسلکي روزنې تمرکز روان دی. د هغه په وینا پولیسو ته شاوخوا ۲۰۰ زغره وال موټر، له ۸۰۰ څخه زیات موټرسایکلونه او په نویو وسلو د سمبالولو پروژې د بشپړېدو په حال کې دي. هغه وویل چې د سیف سټي او معلوماتي ټکنالوژۍ له اسانتیاوو هم ګټه اخیستل کېږي او د پولیسو د مسلکي روزنې او هوساینې لپاره اقدامات روان دي. د بلوچستان آی جي د پولیسو د کارکوونکو ستونزې هم واورېدې او اړوندو افسرانو ته یې د حل لارښوونې وکړې، همدارنګه یې د پولیس لاین د ټیوب وېلونو د لمریزې برېښنا پر سیستم د اړولو امر هم وکړ.
