تازه خبرونه ۲۷ ستمبر ۲۰۲۶

سرچینې: کامدېش ته د رااوښتو لسګونه وسله وال وژل شوي، ټپیان شوي یا نیول شوي

کابل (ویب نیوز) امنیتي سرچینې وایي، د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په لوري د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د یو شمېر وسله‌والو د رااوښتو هڅه شنډه شوې او په ترسره شویو عملیاتو کې لسګونه وسله‌وال وژل شوي، ټپیان شوي او یا ژوندي نیول شوي دي. سرچینې کامدېش ته د دغو کسانو د رااوښتلو هڅه د پاکستاني ملیشو، داعش او نورو وسله‌والو ډلو ګډه دسیسه بللې او ویلي یې دي چې دغو کسانو غوښتل د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې ناامني رامنځته کړي. د معلوماتو له مخې، د وسله‌والو پر ضد ځانګړي عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې لسګونه کسان وژل شوي، ټپیان شوي او یا نیول شوي دي. سرچینې زیاتوي چې د دغو وسله‌والو پاتې کسان بېرته د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته اوښتي او د پاکستاني ملیشو مرکزونو ته تللي دي. د یادو ادعاوو خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.