تازه خبرونه ۲۷ ستمبر ۲۰۲۶

په بلوچستان کې په ۲۷ ضلعو کې ۳۲ ډایالیسس مرکزونه فعال، پر نورو مرکزونو هم کار روان دی

کوټه (وېب نيوز)په بلوچستان کې د پښتورګو ناروغۍ د ناروغانو لپاره په ۲۷ ضلعو کې ۳۲ ډایالیسس مرکزونه فعال شوي دي. د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په کوټه کې د بېلابېلو دولتي روغتونونو ۶ ډایالیسس مرکزونه فعال دي، په داسې حال کې چې د صوبې په نورو ۲۶ ضلعو کې هم د ډایالیسس مرکزونه فعالیت کوي. چارواکي وايي، په کوټه کې د کډني سنټر او سول روغتون سربېره په نورو ۳۰ مرکزونو کې ۸۵۰ ناروغان ثبت شوي دي. د روغتیا محکمې په وینا، په موسیٰ خېل او دُکي کې د ډایالیسس مرکزونو پر جوړولو کار روان دی چې د راتلونکې میاشتې تر پایه به فعال شي، په داسې حال کې چې په قلعه عبدالله، جهل مګسي، سوراب، واشک او لسبېله کې به هم ژر د ډایالیسس مرکزونه جوړ شي.