ډېره اسماعیل خان (ویب نیوز) د ډېره اسماعیل خان د درازندې په سیمه کې د امن مېلې ترڅنګ پر پولیسو ګډه پوسته د چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسیله په ځانمرګي برید کې په نښه شوې، چې له امله یې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د پولیسو او ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې ۸ نارینه، ۲ ښځې او یو ماشوم شامل دي، په داسې حال کې چې د ټپیانو په ډله کې پولیس سرتېري او ملکي وګړي هم شامل دي. له چاودنې وروسته په سیمه کې درنه ډزې هم شوې او د بم شنډولو ډلې او ژغورونکي د پېښې ځای ته ورسېدل. د ژغورنې ادارې له مخې ټپیان د درازندې او ډېره اسماعیل خان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. پولیس وايي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر له پوستې سره ټکر کړی، چې له امله یې د پوستې لویه برخه ویجاړه او نږدې یو کور هم نړېدلی دی. له پېښې وروسته سیمه محاصره شوې او د لټون او پاک کارۍ عملیات پیل شوي دي.
