کوټه (ویب نیوز) د نیشنل پارټۍ د مرکزي کمېټې غونډه په محمد شهی هاوس کې ترسره شوه چې مرکزي مشر ډاکټر عبدالمالک بلوچ، مرکزي عمومي منشي میر کبیر احمد محمد شهی، سناتور جان محمد بلیدي، د ملي اسمبلۍ غړي پھلین بلوچ، د بلوچستان اسمبلۍ غړي رحمت صالح بلوچ او نورو مشرانو پکې ویناوې وکړې. ډاکټر عبدالمالک بلوچ وویل چې د نیشنل پارټۍ سیاست پر ډیموکراتیکو اصولو، د ولس پر شعوري تنظیم او د اساسي حقونو لپاره پر مبارزه ولاړ دی. هغه په بلوچستان کې د لویو لارو ناامنه وضعیت، د خلکو د تګ راتګ ستونزې، د ټرانسپورټ او کرنې له برخو سره د تړلو خلکو مشکلات او په ځینو سیمو کې د باغونو د پرېکولو او د خلکو د بې ځایه کولو پر اقداماتو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د جدي بشري بحران د مخنیوي لپاره باید خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړل شي. هغه وویل چې نیشنل پارټي هڅه کوي د بلوچستان سیاسي ګوندونه پر ګډو ټکو سره متحد کړي او یو پیاوړی سیاسي جبهه جوړه کړي، په داسې حال کې چې غونډې د ګوند د تنظیم پیاوړتیا، ډسپلین او د ولسي اړیکو د دوام پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
