کوټه (وېب نيوز) پاکستان تحریک انصاف یو ځل بیا حکومت ته د خبرو وړاندیز کړی او غوښتنه یې کړې چې د ګوند بنسټګر عمران خان دې شفا روغتون ته ولېږدول شي. د پي ټي آی عمومي منشي سلمان اکرم راجا ویلي چې د لانګ مارچ له ځنډولو وروسته تر اوسه حکومت د خبرو لپاره کوم څرګند مثبت اشاره نه ده ورکړې، خو ګوند حکومت ته د خپلو پرېکړو د بیا کتنې لپاره نور وخت ورکړی دی. نوموړي ویلي چې د ترهګرۍ وروستۍ څپه اړتیا لري چې ټول اړخونه سره کښېني او خبرې وکړي او که د خبرو له لارې کومه پرېکړه وشي، پي ټي آی به یې عملي کوي. بل لوري ته وفاقي وزیر امیر مقام د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا سهیل آفریدي اقدامات غیرقانوني بللي او د ګورنر راج د امکان خبره یې کړې، په داسې حال کې چې د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي، که د اساسي قانون له مخې د ګورنر راج شرایط پوره کېږي، نو دا اقدام کېدای شي.
