پاکستان ۲۹ ستمبر ۲۰۲۶

د نویو صوبو او انتظامي واحدونو د جوړولو اجنډا لا تر اوسه سېنېټ ته نه ده وړاندې شوې.گیلانی

کوټه (وېب نيوز)د سېنېټ مشر یوسف رضا ګیلاني ویلي چې د نویو صوبو او انتظامي واحدونو د جوړولو اجنډا لا تر اوسه سېنېټ ته نه ده وړاندې شوې. په کراچۍ کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل چې په ټولو څلورو صوبو کې باید پرمختګ وشي او د خلکو محرومۍ باید له منځه یووړل شي. یوسف رضا ګیلاني وویل چې پاکستان په ګډون ټوله نړۍ دا مهال له جګړه ییزو حالاتو سره مخ ده او پاکستان د سولې د ټینګښت لپاره خپل رول ترسره کوي. هغه وویل که د نړۍ د جګړه ییزو حالاتو د پای ته رسولو په برخه کې بریالیتوب ترلاسه شي، د تېلو بیې به راکمې شي، او که څوک په پاکستان کې لاسوهنه وکړي، پاکستان به یې ځواب ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې له هند سره په جګړه کې پاکستان بریا ترلاسه کړې او موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره سوله غواړو.