پېښور (ویب نیوز) پېښور هایکورټ د نوي ملي مالي کمېسیون (این ایف سي) ایوارډ د جاري کېدو په اړه د یوې غوښتنې پر سماعت له این ایف سي او اټارني جنرل څخه ځواب غوښتی دی. د جسټس اعجاز انور او جسټس کامران حیات میان خېل په مشرۍ دوه کسیز بنچ د سماعت پر مهال د غوښتونکي د وکیل له دې دریځ سره مخ شو چې د فاټا له یوځای کېدو وروسته د صوبې په نفوس کې زیاتوالی راغلی او باید په نوي این ایف سي ایوارډ کې صوبې ته خپله برخه ورکړل شي. اېډووکېټ جنرل محکمې ته وویل چې د فاټا له یوځای کېدو مخکې این ایف سي ایوارډ شوی و او له هغې وروسته نوی ایوارډ نه دی شوی، خو د فاټا د ادغام پر مهال وفاقي حکومت د وفاقي وېشل کېدونکو عوایدو له صندوق څخه خیبر پښتونخوا ته د ۳ سلنې فنډ ورکولو منظوري ورکړې وه. محکمې د وفاقي حکومت د دریځ او د این ایف سي د ځواب غوښتلو ترڅنګ اټارني جنرل په راتلونکې اورېدنه کې د حاضرېدو لپاره هم راوغوښت او د مقدمې بله اورېدنه یې د نومبر تر ۱۱مې نېټې وځنډوله.
