پاکستان ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

سهیل افریدي: د شوکت یوسفزي لیک به ډسټ بن ته واچوم

پېښور(ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي د ګوند د صوبايي اطلاعاتو سېکرټري شوکت یوسفزي له لوري د اکتوبر د څلورمې نېټې لانګ مارچ د ځنډولو د وړاندیز په اړه ویلي چې هغه نه پوهېږي په لیک کې څه لیکل شوي او که لیک ورته ورسېد، ډسټ بن ته به یې واچوي. شوکت یوسفزي د ګوند مشر بیرسټر ګوهر علي خان ته په لیک کې د امنیتي وضعیت، د احتمالي بېړنیو اقداماتو او د صوبايي حکومت پر وړاندې د احتمالي اقدام د اندېښنو له امله د لانګ مارچ د ځنډولو وړاندیز کړی و، خو د ګوند مشرتابه د مارچ پر دوام ټینګار کړی دی. سهیل افریدي ویلي چې د اکتوبر د څلورمې نېټې لانګ مارچ به هر صورت ترسره کېږي او کارکوونکي به په سوله‌ییز ډول اسلام‌آباد ته ځي، خو که د کوم کس سره د زیان رسولو وسایل وموندل شي، پولیسو ته به وسپارل شي.