چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کیپټن (ر) عبدالخالق خان اڅکزي په ضلع چمن کې د یوې مهمې سړک پروژې د دوهم پړاو په رسمي توګه پرانیسته وکړه.
د پرانیستې په مراسمو کې ډپټي کمشنر چمن حبیب احمد بنګلزی، ایډیشنل ډپټي کمشنر فدا محمد بلوڅ، د پاکستان مسلم لیګ (ن) ضلعي صدر حاجي عطاء الله خان اڅکزی او ډپټي میئر مطیع الله خان اڅکزی په ګډون نور اړوند چارواکي او د سیمې معززین موجود وو.
په دې موقع د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کیپټن (ر) عبدالخالق خان اڅکزي وویل چې د چمن د خلکو فلاح او د سیمې پرمختګ زموږ لومړی لومړیتوب دی. د دې پروژې په بشپړیدو سره به په سیمه کې د تګ راتګ په اسانتیاوو کې د پام وړ ښه والی راشي او ښاریانو ته به اسانه او خوندي سفري اسانتیاوې برابرې شي.
هغه زیاته کړه چې صوبایي حکومت د چمن په ګډون په ټول بلوچستان کې په پرمختیایي پروژو باندې پوره پاملرنه کوي ترڅو خلکو ته په خپله دروازه کې اساسي اسانتیاوې ورکړل شي.
