اسلاماباد (ویب نیوز) د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په نورستان کې د جګړې له پاکستان سره تړلو د افغان طالبانو ادعاوې رد کړې او بې بنسټه یې وبللې. وزارت ویلي چې افغان طالبانو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو د پخوانیو افغان امنیتي سرتېرو د استخدام او روزنې یا له داعش سره د تړلو وسله والو د افغانستان د لېږلو د ادعاوو په اړه هېڅ د باور وړ او د تایید وړ ثبوت نه دی وړاندې کړی. وزارت ټینګار کړی چې پاکستان په نورستان او د افغانستان په نورو سیمو کې په کورنیو نښتو کې د خپلو امنیتي ځواکونو یا استخباراتي ادارو هر ډول ښکېلتیا ردوي. افغان چارواکو تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د پاکستان له خاورې د اوښتو په تور د وسله والو پر ضد عملیات شوي، خو پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي. د تازه راپورونو له مخې، د افغانستان دفاع وزارت په نورستان کې د عملیاتو پر مهال د ۴۱ کسانو د وژلو او د ۶۲ نورو د نیولو ادعا هم کړې، خو د دغو شمېرو خپلواکه تایید نه دی شوی.
