اسلاماباد (ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر بېرستر ګوهر علي خان په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت یا ګورنر راج د لګېدو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دغه ډول اقدامات به وضعیت نور هم خراب کړي. نوموړي په پارلمان هاوس کې خبریالانو ته وویل چې پي ټي آی به د ګورنر راج مخالفت وکړي او له قومي اسمبلۍ څخه د استعفا په اړه تر اوسه هېڅ پرېکړه نه ده شوې. هغه وویل چې د قوي وفاق لپاره د صوبو خپلواکي مهمه ده. بېرستر ګوهر د اکتوبر پر څلورمه د لانګ مارچ اعلان سیاسي او سولهییز فعالیت بللی او ویلي یې دي چې د مارچ پرېکړه پر خپل ځای ده
