پاکستان ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د باچا خان فکر، سیاسي مبارزې او منظم ولسي ځواک له لارې د ستونزو مقابله کېدای شي، اصغر اچکزی

پښین (ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اچکزي ویلي چې پښتون وطن ته د ترهګرۍ، د طبیعي سرچینو د لوټ، د وسله والو ډلو د زیاتوالي، بېروزګارۍ، اقتصادي ستونزو او ناامنۍ په څېر له جدي ستونزو سره د مقابلې لپاره پیاوړی سیاسي عمل، ولسواکه مبارزه او منظم ولسي ځواک اړین دی او د نوموړي په وینا، د خلکو د سیاست او سیاسي بهیر څخه د لرې کولو هڅې باید بریالۍ نه شي. نوموړي د عوامي نېشنل ګوند د حرمزۍ تحصیل د کارکوونکو کنونشن ته په وینا کې وویل چې پښتنو سیاسي کارکوونکو د دولتي فشارونو او بېلابېلو ستونزو باوجود خپله ملي او ولسواکه مبارزه نه ده پرېښې او د باچا خان د سیاسي مبارزې بنسټ پر سوله‌ییزې ولسواکۍ، عدم تشدد، زغم، د انسان پر درناوي او د خلکو د اساسي حقونو پر ساتنه ولاړ و، چې د اوسنیو حالاتو له مخې د دغو اصولو اهمیت لا زیات شوی دی. هغه وویل چې سیاسي کارکوونکي باید د احساساتي غبرګون پر ځای سیاسي پوهاوی، تنظیم او قانوني او ولسواکه مبارزه خپله وسیله وګرځوي او د ګوند تنظیمي جوړښت پیاوړی، بنسټیز واحدونه فعال او له ولس سره اړیکې لا پراخې کړي. اصغر خان اچکزي وویل چې عوامي نېشنل ګوند د خپلې اوږدې سیاسي او ملي مبارزې د تسلسل په توګه د ولس د حقونو، پر طبیعي سرچینو د اختیار، د اساسي قانون د حاکمیت، سولې، ولسواکۍ او عدم تشدد لپاره سیاسي مبارزه کوي او د دوامدار ثبات لپاره د خلکو سیاسي ګډون اړین دی. نوموړي پر کارکوونکو ټینګار وکړ چې په خپلو سیمو کې د ګوند پروګرام کور په کور او کلي په کلي ورسوي، د خلکو ستونزې راپورته کړي او په سختو حالاتو کې له ولس سره اوږه په اوږه ودرېږي. په کنونشن کې د ګوند ضلعي او تحصیلي مشرانو، مرکزي او صوبايي مسؤلینو او ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی و او یو شمېر نورو ویناوالو هم د حرمزۍ او د پښین د ټولو سیمو د ګوندي تنظیم د لا پیاوړتیا او فعالولو پر اړتیا خبرې وکړې.