مقامی ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د بلوچستان د اوسني وضعیت مسؤله د فارم ۴۷ اوسنی حکومت ده، پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه (ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال، نواب ایاز خان جوګیزي، عبدالقاهر خان ودان او نورو مشرانو ویلي چې په بلوچستان کې د اوسنیو حالاتو له امله کاروبار کول په یوه ستره ننګونه بدل شوي، د امن و امان خراب وضعیت کاروباري فعالیتونه سخت اغېزمن کړي او د کاروبار بهیر نږدې په ټپه درېدلی دی. دوی د کوټې د سوداګرۍ او صنعت خونې نوي منتخب رئیس احمد ګل کاکړ، لومړي مرستیال رئیس مرزا خان خلجي، مرستیال رئیس جنګیان عیسیٰ دشتي او نورو عهده‌دارانو ته د مبارکۍ ورکولو پر مهال وویل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صنعت، سوداګرۍ او ټرانسپورټ له برخو سره په هره سخته مرحله کې ولاړ دی او د کاروباري ټولنې د ستونزو د حل لپاره به خپلې مرستې ته دوام ورکړي. د ګوند مشرانو وویل چې د سوداګرو، صنعتکارانو او ټرانسپورټرانو لپاره د مناسب او خوندي چاپېریال له رامنځته کولو پرته اقتصادي فعالیتونه وده نه شي کولی، نو حکومت، سیاسي ګوندونه او اړوندې ادارې باید د کاروباري طبقې د ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې وکړي. په دې موقع نوي منتخب رئیس احمد ګل کاکړ او لومړي مرستیال رئیس مرزا خان خلجي وویل چې د بلوچستان سوداګریزه ټولنه د امن و امان د خراب وضعیت، پر لویو لارو د مال وړونکو موټرو د تګ راتګ د خنډونو او د ټرانسپورټرانو د امنیتي ستونزو په ګډون له ګڼو مشکلاتو سره مخ ده. احمد ګل کاکړ وویل چې پر لویو لارو د مال وړونکو موټرو د سوځولو او د هغوی پر مالکانو او ډرېورانو د بریدونو پېښو کاروباري فعالیتونه او پانګونه سخته اغېزمنه کړې، چې له امله یې ځینې پانګه‌وال په بلوچستان کې د کاروبار پر ځای نورو صوبو ته ترجیح ورکوي. نوموړي وویل چې د کوټې د سوداګرۍ خونه به د نوې رهبرۍ له لارې له اړوندو چارواکو سره اړیکې ټینګې کړي، د سوداګرو، صنعتکارانو او ټرانسپورټرانو ستونزې به تر لوړو حکومتي چارواکو ورسوي او په بلوچستان کې د کاروباري فعالیتونو د بېرته فعالولو او پانګونې د ودې لپاره به خپل رول ترسره کړي. د کوټې د سوداګرۍ او صنعت خونې د ۲۰۲۶ـ۲۰۲۸ دورې نوي عهده‌داران احمد ګل کاکړ د رئیس، مرزا خان خلجي د لومړي مرستیال رئیس او جنګیان عیسیٰ دشتي د مرستیال رئیس په توګه ټاکل شوي دي.