کوټه (ویب نیوز) د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې د بلوچستان په ډېرو ضلعو کې به هوا ګرمه او وچه وي. د صوبې په بېلابېلو سیمو کې تر ټولو لوړه تودوخه په کوټه کې ۳۲، قلات کې ۲۸، زیارت کې ۲۴، ژوب کې ۳۳، سبۍ کې ۳۹، تربت کې ۳۶، نوکنډۍ کې ۴۰، چمن کې ۳۳، ګوادر کې ۳۱ او جیواني کې ۳۲ درجې سانتي ګرېډ ثبت شوې ده.
