کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علما اسلام کوټې ولسوالۍ امیر مولانا عبدالرحمن رفیق، عمومي منشي حاجي عین الله شمس او نورو مشرانو ویلي چې حرمین شریفین د ټولې اسلامي نړۍ تر ټولو سپېڅلي مرکزونه او د مسلمانانو ګډه شتمني ده او د هغوی د حرمت او تقدس ساتنه د هر مسلمان دیني مسؤلیت دی. دوی وویل چې د مکې مکرمې او مدینې منورې د امن، حرمت او تقدس پر ضد هر ډول تېری د منلو وړ نه دی او اسلامي نړۍ باید د سپېڅلو ځایونو د ساتنې، د هغوی د حرمت د درناوي او د هر ډول تېري کوونکو هڅو د مخنیوي لپاره په ګډه او یو موټی خپل دیني او ملي رول ترسره کړي. د جے یو اېي مشرانو وویل چې د حرمینو شریفینو د تقدس د له منځه وړلو هره هڅه به د ټولې اسلامي نړۍ پر وړاندې اقدام وبلل شي او مسلمانان باید د خپلو سپېڅلو ځایونو د ساتنې په اړه هېڅ ډول کمزوري یا مصلحت ونه ښيي.
