پاکستان ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د حکومت تمرکز د خصوصي سکټور لپاره د مناسب چاپېریال پر برابرولو دی، محمد اورنګزېب

اسلام‌اباد (ویب نیوز) د خزانې وفاقي وزیر سناتور محمد اورنګزېب ویلي چې حکومت خصوصي سکټور ته د مناسب کاروباري چاپېریال برابرولو او د اقتصادي ودې د اصلي محرک په توګه د هغه د رول پیاوړي کولو ته پاملرنه کوي. نوموړي د پاکستان سټاک ایکسچېنج په یوه غونډه کې وویل چې د مالیاتي نظام د ساده کولو او اغېزمن عملي کېدو له امله د ټېکس ریټرن جمع کوونکو شمېر له ۵۷ لکو اوښتی، چې تېر کال شاوخوا ۳۹ لکه و. هغه وویل چې د «خپل کور» سکیم له لارې ۶۰ اربه روپۍ ورکړل شوې او بانکونو د ۳۴۰ اربه روپیو پورونو منظوري ورکړې ده. د خزانې وزیر په وینا، حکومت د ټېکس، انرژۍ، دولتي ادارو، خصوصي کولو او عامه مالیاتو په برخو کې د جوړښتي اصلاحاتو عملي کولو ته دوام ورکوي.