کراچۍ (ویب نیوز) د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخواني کپتان یونس خان ویلي چې دی د یوه کرکټر په توګه د محمد رضوان ترڅنګ ولاړ دی او په تېر وخت کې دی هم له ورته وضعیت سره مخ شوی و چې قضیه یې نږدې څلور میاشتې روانه وه. یونس خان په یوه ټلویزیوني خپرونه کې وویل چې کرکټران له پاکستان کرکټ بورډ څخه لوړ نه دي، نو په دې اړه باید له احتیاطه کار واخیستل شي. هغه وویل چې د ملي سایبر جرمونو د پلټنو اداره معتبره اداره ده او محمد رضوان باید د تحقیقاتو پروسه تعقیب کړي، په داسې حال کې چې تر وروستۍ پرېکړې مخکې باید له قطعي څرګندونو ډډه وشي. محمد رضوان د اکتوبر پر ۲مه د اېنسيسياې په لاهور دفتر کې د حاضرېدو لپاره غوښتل شوی و او نوموړي د تحقیقاتو په بهیر کې د ګډون تصدیق کړی و.
