پاکستان ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د هند د ادعا وروسته پخوانی اېس اېس جي حوالدار محمد آصف رسنیو ته وړاندې شو

راولپنډۍ(ویب نیوز) د پاکستان پوځ د ځانګړو خدماتو ډلې پخواني حوالدار محمد آصف ویلي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې خبر شو چې هندي پوځ د ده د وژلو ادعا کړې ده، چې له امله یې حیران شو، ځکه دی په خپل کور کې ژوندی موجود و. محمد آصف د ډي جي آی اېس پي آر په خبري غونډه کې رسنیو ته وړاندې شو او ویې ویل چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د پاکستان له پوځ څخه د اېس اېس جي د حوالدار په توګه تقاعد کړی او اوس په راولپنډۍ کې له یوې امنیتي کمپنۍ سره کار کوي. د نوموړي په وینا، دی د اټک ولسوالۍ د پنډۍ ګېب اوسېدونکی دی او د هند له ادعا وروسته ملګرو او نورو کسانو ورته ټیلیفوني اړیکې نیولې دي. محمد آصف د هند ادعا بې بنسټه وبلله او ویې ویل چې ژوندی دی او د هېواد د خدمت لپاره به په راتلونکي کې هم چمتو وي.