کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د فضايي څېړنو ادارې «سپارکو» مشر یوسف خان ویلي چې د پاکستان لومړنی سپوږمیز موټر «جناح ون» به په ۲۰۲۸ کال کې پر سپوږمۍ کوزېږي او هېواد اوس د اروپايي او چینايي سپوږمکيو پر ځای پر خپلې سپوږمکۍ ټکنالوژۍ تکیه کوي. نوموړي د نړۍ د فضايي اوونۍ په مراسمو کې وویل چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان فضايي پروګرام د پام وړ پرمختګ کړی، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د «ای ون» سپوږمکۍ او د همدې کال په جولای او اکتوبر کې دوه نورې سپوږمکۍ فضا ته ولېږل شوې. هغه وویل د پاکستان شپږ د ځمکې د څارنې سپوږمکۍ د کرنې، پلان جوړونې او طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې مرسته کوي، او د انټرنېټ او ټلوېزیوني پوښښ د پراختیا لپاره هم له سپوږمکيو ګټه اخیستل کېږي.
