مقامی ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

هرنایي: د جرمونو او پولیسو د فعالیتونو ارزونې غونډه

کوټه (ویب نیوز) د لورالایي رینج د ډي‌اې‌ي‌جي د لارښوونو له مخې د هرنایي د ایس‌پي په دفتر کې د جرمونو او پرمختګ د ارزونې غونډه وشوه چې مشري یې د هرنایي ایس‌پي کوله او د ولسوالۍ ټولو ایس‌اېچ‌اوګانو او د پلټنو افسرانو پکې ګډون کړی و. په غونډه کې د هرنایي د امن و امان وضعیت، د جدي قضیو پرمختګ، پاتې قضیې او د ټولو تاڼو فعالیتونه په تفصیل وڅېړل شول او د پلټونکو افسرانو د تحقیقاتو دوسیې هم وکتل شوې. د هرنایي ایس‌پي وویل چې د جرمونو مخنیوی او د ښاریانو د سر او مال ساتنه د پولیسو لومړیتوب دی او لارښوونه یې وکړه چې ټولې پاتې قضیې دې پر میرټ ژر تر ژره بشپړې او چالانونه دې محکمو ته وسپارل شي، په حساسو سیمو کې دې ګزمه او ناکه بندي لا پیاوړې شي او له عریضه کوونکو سره دې ښه چلند وشي او د هغوی پر شکایتونو دې سمدستي قانوني اقدام وشي. د غونډې په پای کې ټولو افسرانو ته د ورکړل شویو لارښوونو د عملي کولو او د خپلو فعالیتونو راپورونه په منظم ډول لوړپوړو چارواکو ته د لېږلو سپارښتنه وشوه.