*قلعه عبدالله (سید سردار محمد خوندئي ) د قلعه عبدالله ولسوالۍ ګلستان کاریز کې د غبیزۍ قوم د دوو څانګو میاداد کهول او اعوان کهول ترمنځ روانه اوږدمهاله قومي دښمني نن د یوې تاریخ سازې پښتنې جرګې له لارې په خوشحالۍ سره پای ته ورسېده.
د حاجي احمد خان غبیزۍ کورنۍ (میاداد کهول) او د حاجي جیلاني خان غبیزۍ کورنۍ (اعوان کهول) ترمنځ د زرګونو کسانو په حضور کې روغه جوړه وشوه. د سرچینو په وینا په بیلابیلو پیښو کې د شاوخوا ۸ شهیدانو او د ګڼو کسانو د ټپي کیدو اړوند ټولې شخړې د متقابلې رضا او ښه نیت په فضا کې حل فصل شوې.
قومي جرګه له ګلستان کاریز څخه روانه شوه او د اعوان خیلو په کوربه توب جوړ شوي پنډال ته ورسېده، چیرې چې په زرګونو قومي مشرانو، علماء کرامو او عامو خلکو ګډون کړی و.
د دې تاریخي جرګې مشري د مشهور قومي شخصیت محترم حاجي فتح محمد کاکوزي وکړه، چې ورسره د جرګې نور معزز غړي هم ملګري وو.
ګډونوالو دا پریکړه په پښتني ټولنه کې د جرګې، روغې جوړې، متقابل احترام او ټولیزې اتفاق رایې د روښانه دود عملي بیلګه وبلله.
