اسلاماباد(ویب نیوز) تحریک انصاف د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د مذاکراتو د ناکامۍ مسؤلیت پر حکومت اچولی دی. د تحریک انصاف مشر سلمان اکرم راجا ویلي، د مذاکراتي پلاوي اساسي موخه له عمران خان سره سمدستي لیدنه او هغه روغتون ته لېږدول وو، خو حکومت د سهشنبې په ورځ د ملاقاتونو د بیا پیلولو پرته د نورو غوښتنو منلو ته چمتو نه و. نوموړي وویل چې د مذاکراتو د ځنډ اساسي لامل د حکومت دا ټینګار و چې د خیبر پښتونخوا حکومت دې د وفاق او اړوندو ادارو له خوا د ترهګرۍ پر ضد د ټولو اقداماتو او عملیاتو ملاتړ وکړي، خو د هغه په وینا تحریک انصاف تل د بې توپیره عملیاتو مخالفت کړی او ټینګار یې کړی چې په خیبر پښتونخوا کې باید عملیات د هوکړې له مخې ترسره شي. بیرسټر ګوهر وویل چې د لانګ مارچ ځواب بېړنی حالت یا د والي واکمني نه ده او که کومه سخته پرېکړه وشي، حالات به لا خراب شي، خو په سیاست کې وروستی حرف نشته او تحریک انصاف به خپلې هڅې روانې ساتي. اسد قیصر هم وویل چې د مذاکراتو د ځنډ اساسي لامل عمران خان ته د لاسرسي غوښتنه وه او سیاسي مشرانو ته باید له باني تحریک انصاف سره د لیدنې اجازه ورکړل شي.
