کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علماء اسلام حضرت امروټيؒ یونټ کلي باریزۍ لهړي آباد چارواکو د بلوچستان پر خراب امنیتي او اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د تېرو ۷۸ کلونو راهیسې د هېواد د شتمنیو لوټ کوونکي واکمنان د اوسنیو حالاتو مسؤل دي. دوی وویل چې مرکزي او صوبايي حکومتونه هېواد نور هم د تباهۍ پر لور بیایي، په داسې حال کې چې ګراني، بې روزګاري، بې قانوني او ناامني ولس له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، سیاستوال له ولس سره کړې ژمنې نه عملي کوي او خلکو ته د پام وړ اسانتیاوې نه دي برابرې شوې. دوی ټینګار وکړ چې د هېواد د ستونزو یوازینی حل په پاکو، رڼو او عادلانه ټاکنو کې دی.
