پاکستان ۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د خېبر پښتونخوا حکومت د هایکورټ له حکم څخه سرغړونه کړې: والي فیصل کریم کنډي

پېښور(ویب نیوز) د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي چې صوبایي حکومت د اسلام‌اباد هایکورټ له حکم څخه سرغړونه کړې ده. نوموړي په یوه بیان کې وویل چې په لانګ مارچ کې د دولتي چورلکې کارول د اسلام‌اباد هایکورټ د حکم خلاف دي. فیصل کریم کنډي وویل چې له وفاقي وزیر کورنیو چارو محسن نقوي سره په والي ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال د خېبر پښتونخوا د اعلیٰ وزیر سهیل افریدي له خوا د دولتي چورلکې د کارولو موضوع هم تر بحث لاندې راغله. بلخوا د تحریک انصاف د خېبر پښتونخوا ویاند شوکت یوسفزي وویل چې دی په دې اړه معلومات نه لري چې اعلیٰ وزیر د دولتي چورلکې یا موټر له لارې تللی، او نن یې له اعلیٰ وزیر سره هم هېڅ اړیکه نه ده نیولې.