پاکستان ۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د سهیل افریدي په مشرۍ له لکي مروت څخه لانګ مارچ پیل

لکي مروت(ویب نیوز) د خېبر پښتونخوا د اعلیٰ وزیر سهیل افریدي په مشرۍ اسلام‌اباد ته لانګ مارچ د لکي مروت له ګنډي چوک څخه پیل شو، چې جنید اکبر او نور مشران هم ورسره ملګري دي. سهیل افریدي وویل چې لانګ مارچ به د اکتوبر په اتمه نېټه خېرآباد ته ورسېږي او هلته به د راتلونکي تګلارې اعلان وشي. نوموړي په خپله وینا کې وویل چې د تحریک انصاف په دوره کې په خېبر پښتونخوا کې امن و، خو د اوسنیو چارواکو د ناسمو تګلارو له امله په صوبه کې ناامني رامنځته شوې ده. هغه ادعا وکړه چې د دوی د وړاندې کړې تګلارې په عملي کېدو سره په خېبر پښتونخوا او ټول هېواد کې په سلو ورځو کې امن راوستل کېدای شي، خو د ده په وینا د اوسني حکومت د امن د ټینګښت اراده نشته.