پاکستان ۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د والي حکومت که بېړنی حالت؟ والي ماڼۍ د اساسي قانون له مخې د رول لپاره چمتو

پېښور(ویب نیوز) د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي او د کورنیو چارو وفاقي وزیر سناتور محسن نقوي په لیدنه کې د صوبې پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې وشوې. د لیدنې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د صوبې د ترهګرۍ څخه د خوندي کولو لپاره د اساسي قانون له مخې د خپل رول ترسره کولو هوکړه کړې ده. په اعلامیه کې راغلي چې که ولسمشر او لومړی وزیر د والي د حکومت یا بېړني حالت نافذول اړین وبولي، نو د والي ماڼۍ به خپل اساسي رول ترسره کړي. په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په لانګ مارچ کې د دولتي چورلکې او دولتي سرچینو کارول به د محکمو د پرېکړو خلاف ورزي وي.