پېښور (ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا د اعلیٰ وزیر سهیل افریدي په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف لانګ مارچ له لکي مروت څخه پیل او تر کرک ورسېد. سهیل افریدي د چورلکې له لارې له پېښوره لکي مروت ته ورسېد، چې هلته د ګوند کارکوونکو یې هرکلی وکړ. نوموړي کارکوونکو ته په وینا کې وویل چې په تړلو خونو کې جوړېدونکې هغه هېڅ تګلاره به ونه مني چې د خیبر پښتونخوا او پښتنو په ګټه نه وي. هغه ادعا وکړه چې د وفاقي حکومت د اوسنیو تګلارو له امله ترهګري نه ده کمه شوې، بلکې زیاته شوې ده، او د ده په وینا د وړاندیز شوې تګلارې په عملي کېدو سره په ۱۰۰ ورځو کې امن ټینګېدلی شي. سهیل افریدي وویل چې دوی د ولس په ځواک راوتلي دي او د لانګ مارچ ګډونوال به نن شپه په کرک کې پاتې شي، چې وروسته به مارچ د کوهاټ، پېښور او چارسدې پر لور دوام وکړي.
