کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل د ښوونکو د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې ښوونکي د هر ملت ارزښتناک پانګه او د ټولنې فکري او اخلاقي بنسټ دي او د هغوی علمي، تدریسي او روزنیز خدمتونه باید تل په درناوي وکتل شي. هغه وویل چې ښوونکی یوازې کتابي علم نه لېږدوي، بلکې زده کوونکو ته د سم تصمیم نیولو، د ژوند له ستونزو سره د مقابلې او په ټولنه کې د مثبت رول ادا کولو شعور هم ورکوي. شیخ زرک خان مندوخېل وویل چې د بلوچستان د پرمختګ او سوکالۍ خوب د معیاري تعلیم له پراختیا او د تعلیمي ادارو له پیاوړتیا پرته نه شي پوره کېدای، نو د صوبې ماشومانو ته د معیاري تعلیم، غوره تعلیمي اسانتیاوو او لرې پرتو سیمو ته د تعلیمي فرصتونو د رسولو لپاره دوامدار اقدامات ضروري دي. هغه وویل چې د ښوونکو درناوی باید یوازې تر یوې ورځې محدود نه وي، بلکې د هغوی د قانوني حقونو ساتنه، پر وخت د اسانتیاوو برابرول او د غوره تدریسي چاپېریال جوړول د حکومت او ټولنې ګډ مسؤلیت دی. هغه له والدینو، تعلیمي ادارو او ټولنیزو کړیو وغوښتل چې په نوي نسل کې د علم مینه، اخلاقي ارزښتونه، زغم، محنت او مسؤلیت احساس پیاوړی کړي. نوموړي وویل چې د ښوونکو له هڅو راتلونکي معماران روزل کېږي چې وروسته د هېواد او ولس په پرمختګ کې خپل رول ادا کوي، نو د هغوی بې غرضه خدمتونو ته درناوی د ټولو مسؤلیت دی.
