ځنګل پیرعلیزۍ (ویب نیوز) د ځنګل پیرعلیزۍ په سیمه کې مظاهرچیانو د کوټې ـ چمن لویه لار د هر ډول ټرافیک پر مخ تړلې ده. مظاهرچیانو ویلي چې د ډي سي کمپلېکس ته څېرمه تېره شپه د وژل شوي محمد هارون پیرعلیزۍ د قاتلانو تر سمدستي نیول کېدو پورې به لویه لار بنده وي. دوی غوښتنه کړې چې په پېښه کې ککړ کسان دې ژر تر ژره ونیول شي او قانون ته دې وسپارل شي. د سړک د بندېدو له امله د لارې دواړو خواوو ته د موټرو اوږدې کتارونه جوړ شوي دي.
