سنجاوي (ویب نیوز) په سنجاوي کې د تېرې ورځې راهیسې د ورک شوي پنځه کلن ماشوم محمد آصف دمړ مړی موندل شوی دی. له پېښې وروسته په سیمه کې د غم او ماتم فضا خپره شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې د ماشوم د مړینې لامل او څرنګوالی تر اوسه نه دی معلوم شوی. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو وروسته پولیسو اقدام کړی، شواهد یې راټول کړي او د مړینې د لامل معلومولو لپاره یې له بېلابېلو اړخونو څخه پلټنې پیل کړې دي. پولیس چارواکي وايي چې د پېښې اصلي حقایق او د ماشوم د مړینې لامل به د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.
