سوراب (ویب نیوز) د سوراب د مل شاهورايي سیمې څخه د دوو ناپېژندل شوو کسانو د مړو له موندل کېدو وروسته په سیمه کې د اندېښنې فضا رامنځته شوې ده. د پېښې له خبر وروسته پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او دواړه مړي یې په خپله ولکه کې واخیستل او د قانوني او طبي اجراآتو لپاره یې د سوراب ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته انتقال کړل. پولیس وايي چې د دواړو کسانو هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی، د پېښې له ځایه شواهد راټولېږي او د مړو د پېژندنې او د مړینې د لاملونو معلومولو لپاره له بېلابېلو اړخونو پلټنې روانې دي. پولیس چارواکي وايي چې د نورو حقایقو له څرګندېدو وروسته به خلک خبر کړل شي.
