پېښور (ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افريدي له حکومت سره د روانو مذاکراتو په لړ کې د تحریک انصاف له لوري وړاندې شوې اووه ماده ییزې مسودې جزیات خپاره کړي او ویلي یې دي چې د ګوند غوښتنې قانوني او د اساسي قانون له مخې دي او ټول سیاسي، ملي او قانوني اختلافات باید د مذاکراتو له لارې حل شي. په مسوده کې د وزیراعظم او د اپوزېسیون د مشرتابه ترمنځ د منظمو لیدنو، د حکومت، پاکستان پیپلز ګوند او اپوزېسیون په ګډ استازیتوب د مذاکراتي کمېټې د جوړولو او د یوې میاشتې دننه د عملي وړ سپارښتنو د وړاندې کولو وړاندیز شوی دی. تحریک انصاف غوښتنه کړې چې عمران خان او بشریٰ بي بي ته دې ټول قانوني، بشري او طبي حقونه ورکړل شي، له کورنۍ او وکیلانو سره دې منظمې لیدنې ورته برابرې شي او د ډاکټر یاسمین راشد، بشریٰ بي بي او نورو بندیوانو سیاسي ښځو د ژر خوشې کېدو غوښتنه یې هم کړې ده. په مسوده کې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د پای ته رسولو او د امن د ټینګښت لپاره د وفاقي او صوبايي حکومتونو د ۷۲ ساعتونو دننه د مهمې غونډې او د ګډې تګلارې د جوړولو وړاندیز هم شامل دی. تحریک انصاف ویلي چې که حکومت د غوښتنو د عملي کولو په اړه لیکلې ضمانت ورکړي، لانګ مارچ لغوه کولی شي، خو که غوښتنې ونه منل شي، نو د اساسي قانون او قانون په چوکاټ کې د احتجاج حق به خوندي وي.
