پېښور(ویب نیوز) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په لاهور کې له مطبوعاتي کنفرانس او له وزیراعظم شهباز شریف سره له لیدنې وروسته په بېړني سفر پېښور ته ورسېد او په والي ماڼۍ کې یې د خیبر پښتونخوا له والي فیصل کریم کنډي سره مهمه لیدنه روانه ده. په دې لیدنه کې د صوبې پر روان وضعیت، امن و امان او امنیتي چارو خبرې کېږي، په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو آی جي هم والي ماڼۍ ته وربلل شوی او چیف سیکرټري او د فرنټیر کور آی جي هم هلته موجود دي. د محسن نقوي سفر په داسې وخت کې کېږي چې د وفاقي او خیبر پښتونخوا حکومتونو ترمنځ د مذاکراتو له ځنډ وروسته د دواړو لورو ترمنځ سختې څرګندونې روانې دي. د کورنیو چارو وفاقي وزیر په لاهور کې مطبوعاتي کنفرانس کې د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل افریدي د مذاکراتو د ناکامۍ مسؤل بللی او ویلي یې وو چې حکومت او اپوزیسیون پر ۹۹ سلنه مواردو هوکړې ته رسېدلي وو، خو په وروستي پړاو کې مذاکراتي بهیر له ستونزې سره مخ شو. نوموړي وویل چې تحریک انصاف ته په څرګنده ویل شوي وو چې د لانګ مارچ له پیل سره به مذاکرات پای ته ورسېږي، حکومت به د امن و امان د ساتنې او د عدالتي حکمونو د عملي کولو لپاره خپله دنده ترسره کړي، احتجاج د هر چا حق دی، خو اسلاماباد ته د یرغل او د قانون د ماتولو اجازه به ورنه کړل شي.
