اسلام اباد (ویب نیوز) د دفاع وفاقي وزیر خواجه اصف د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ته په صوبه کې د ترهګرۍ د پیل او د مسؤلینو په اړه د ټلویزیوني مناظرې چلنج ورکړی او تور یې لګولی چې د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د خپل واک پر مهال په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو د مېشتولو ملاتړی و او د اسمبلۍ ویناوې او د رسنیو ریکارډونه یې ثبوت دي. خواجه اصف وویل چې د خیبر پښتونخوا مشرتابه د ملکي شهیدانو کورونو ته د فاتحې لپاره هم نه ځي، په داسې حال کې چې له وفاق څخه د واک له لاسه ورکولو وروسته د صوبې هر اعلی وزیر پر وفاق برید کړی او د مې نهمه پېښه هم له دې جملې ده. هغه د تحریک انصاف پر مشرتابه له ترهګرو سره د ملګرتیا او په صوبه کې د روانې وینې تویېدنې د مسؤلیت تورونه ولګول او ویې ویل چې ولس او خدای به ترې حساب واخلي. بلخوا د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ هم د تحریک انصاف پر دریځ نیوکه کړې او تور یې لګولی چې د خیبر پښتونخوا د حکومت تګلارې په صوبه کې د ترهګرۍ د پراختیا هڅونه کوي او حکومت یې د وفاقي او صوبايي لوړې کچې کمېټو په غونډو، ملي تګلارې او د ترهګرۍ پر ضد په ګډه ستراتیژۍ کې اغېزمن رول نه لوبوي. هغه پوښتنه کړې چې تحریک انصاف ولې د افغان طالبانو له لوري د ادعا شوې ترهګرۍ او د وسله والو ځواکونو او پولیسو د قربانیانو په اړه څرګند دریځ نه نیسي. د دواړو وفاقي وزیرانو څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د وفاقي او خیبر پښتونخوا حکومتونو ترمنځ د ترهګرۍ، سیاسي مذاکراتو او لانګ مارچ پر سر ترینګلتیا روانه ده.
