چمن (سيد سردار محمد خوندۍ)
د سکول اېجوکېشن ډيپارټمنټ ضلع چمن تر اهتمام لاندې د ښوونکو د نړيوالې ورځې په مناسبت په دولتي ماډل هائير سکول چمن کې يوه شانداره او پرتمينه غونډه ترسره شوه.
د غونډې ځانګړی مېلمه قومي مشر رسالدار حاجي عبدالمالک خان اڅکزی وو، په داسې حال کې چې مشري يې د ضلعې د ښوونې او روزنې افسر عبدالقدوس اڅکزي کوله. په غونډه کې د ښوونې او روزنې څانګې افسرانو، هيډ ماسټرانو، ښوونکو او درنو شخصيتونو په لوی شمېر کې ګډون وکړ.
غونډې ته په وينا کې ويناوالو وويل چې ښوونکی د ټولنې په جوړښت او پرمختګ کې د ملا د تير حيثيت لري. ښوونکی هغه ستر شخصيت دی چې د نوي نسل فکري، اخلاقي او تعليمي روزنه کوي او د روښانه راتلونکي بنسټ ږدي. د ښوونکو خدمتونه هېڅکله نشي هېرېدلی.
د غونډې په ترڅ کې د ولسوالۍ په بېلابېلو دولتي ښوونځيو کې د غوره تدريسي خدمتونو ترسره کولو له امله زيارکښو او د خپلې دندې ايماندارو ښوونکو ته د غوره کارکردګۍ په بدل کې ځانګړي ايوارډونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
ويناوالو وويل چې د وړ او زيارکښو ښوونکو هڅونه د نورو ښوونکو لپاره هم د لارې څراغ دی، چې له امله به يې د ښوونې او روزنې په ډګر کې لا نوره ښه والې راشي.
د غونډې په پای کې ځانګړي مېلمه حاجي عبدالمالک خان اڅکزي، ډي ای او عبدالقدوس اڅکزي، ډپټي ډسټرکټ اېجوکېشن افسر حافظ عبدالاحد، جعفرخان اڅکزي او نورو مېلمنو ايوارډونه ووېشل. د ضلعې د ښوونې او روزنې افسر عبدالقدوس خان اڅکزي او وائس پرنسپل غلام سرور د ځانګړي مېلمه قومي مشر رسالدار عبدالمالک خان اڅکزي ته د غالۍ ډالۍ وړاندې کړه.
په پای کې د سکول د وائس پرنسپل حاجي غلام سرور له لوري د ټولو مېلمنو په وياړ د يوې پرتمينې مېلمستيا تابيا شوې وه، چې ګډونوالو ترې مننه وکړه. غونډه په خوشحالۍ او تعليمي جوش او جذبه سره پای ته ورسېده.
