مقامی ۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د جناح ټاون په پولیس تاڼه کې پرانیستې کچهري، د خلکو شکایتونه واورېدل شول

کوټه (وېب نیوز) د کوټې د پولیسو د مرستیال مشر عمران شوکت او د عملیاتو د مشر ضیا الحق مندوخېل په لارښوونه د جناح ټاون په پولیس تاڼه کې پرانیستې کچهري جوړه شوه، چې پکې د سیمې اوسېدونکو، مخورو او مشرانو ګډون وکړ. د ښار د پولیسو مشر آصف غفور، مرستیال پولیس مشر مختیار احمد موسیٰ خېل او د جناح ټاون تاڼې مشر نورالله جمالدیني د خلکو ستونزې او شکایتونه واورېدل، چې یو شمېر یې پر ځای حل او د نورو د ژر حل لپاره اړوندو چارواکو ته لارښوونې وشوې. د ایګل سکواډ په اړه د شکایتونو له امله د خلکو او پولیسو ترمنځ لیدنه هم وشوه، څو غلط فهمۍ له منځه ولاړې شي. په سیمه کې د امن و امان او د پولیسو او خلکو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د سولې کمېټه هم جوړه شوه او د پولیسو د ځینو کارکوونکو د ښه فعالیت له امله هغوی ته ستاینلیکونه ورکړل شول.