مقامی ۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د سي پېک پر سړک د یوې ښځې په بوجۍ کې تړلی مړی موندل شوی

کوټه (وېب نیوز) د کوټې د سي پېک سړک پر غاړه د دوبۍ مېرج هال ته څېرمه د عبدالله ټاون له کروندو څخه د یوې ښځې په بوجۍ کې تړلی مړی موندل شوی دی. د پېښې له خبرتیا وروسته پولیس سیمې ته ورسېدل او مړی یې په خپله ولکه کې واخیست او د قانوني چارو لړۍ یې پیل کړه. د پولیسو په وینا، د مړې شوې ښځې هویت او د پېښې نور جزئیات تر اوسه نه دي څرګند شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.