سوات (ویب نیوز) د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر خان ویلي چې په ولسواکۍ کې احتجاج کول د سیاسي ګوندونو حق دی او د تحریک انصاف کارکوونکي سولهییز دي، نو پر هغوی باید ډزې ونه شي. نوموړي په سوات کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت په مذاکراتو کې جدي چلند نه دی کړی، ځکه مذاکرات حتی د جګړو پر مهال هم ترسره کېږي. هغه وویل که حکومت په مذاکراتو کې رښتینی وي، نو باید د تحریک انصاف له بنسټګر سره د ملاقات زمینه برابره کړي. بیرسټر ګوهر وویل چې تحریک انصاف د سولهییز احتجاج پر حق باور لري او د ترهګرۍ په اړه یې تګلاره د صفر زغم پر بنسټ ولاړه ده. هغه ادعا وکړه چې د محکمو حکمونه له پامه غورځول کېږي او په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ختمول د ګورنر راج یا بیړني حالت په لګولو ممکن نه دي. نوموړي وویل چې په صوبه کې د امن او نظم د ټینګښت او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره اغېزمنو اقداماتو ته اړتیا ده.
