مقامی ۶ اکتوبر ۲۰۲۶

په تربت کې ۴۲، سبي کې ۳۸ او کوټه کې ۳۰ درجې د تودوخې درجه ثبت شوې

کوټه (ویب نیوز) د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د بلوچستان په ډېرو سیمو کې هوا ګرمه او وچه وي. په کوټه کې تر ټولو لوړه تودوخه ۳۰، قلات کې ۲۶، زیارت کې ۲۴، ژوب کې ۳۳، سبي کې ۳۸، نوکنډي کې ۳۷ او چمن کې ۳۲ درجې سانتي ګرېډ ثبت شوې ده. د بلوچستان تر ټولو ګرمه سیمه تربت وه چې تودوخه پکې ۴۲ درجې سانتي ګرېډ ته رسېدلې ده. په ساحلي سیمو کې هوا نسبتاً معتدله وه، په ګوادر کې ۳۰ او جیواني کې ۳۱ درجې تودوخه ثبت شوې ده.