مقامی ۶ اکتوبر ۲۰۲۶

په قلعه عبدالله کې د بدامنۍ مسؤلیت پر اوسنیو او پخوانیو قومپالو استازو دی: افغان ملي غورځنګ

کوټه (وېب نیوز) افغان ملي غورځنګ په قلعه عبدالله کې د امن و امان د خراب وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ولسوالۍ د بدامنۍ مسؤلیت یې پر اوسنیو او پخوانیو قومپالو استازو اچولی دی. د ګوند په ولایتي بیان کې د محمد هارون پیرعلیزۍ د وژنې غندنه شوې او د حکومتي واک د کمزورتیا په اړه اندېښنه ښودل شوې ده. ګوند ویلي چې د ولسوالۍ مرکز باید د ۱۹۹۴ کال د خبرتیا له مخې بېرته قلعه عبدالله ته ولېږدول شي، څو اداري چارې اغېزمنې او حکومتي واک پیاوړی شي. د افغان ملي غورځنګ په وینا، د ولسوالۍ د مرکز له انتقال وروسته په سیمه کې غلاوې، وژنې، قومي دښمنۍ او د نشه يي توکو ستونزې زیاتې شوې دي. ګوند له اړوندو چارواکو غوښتي چې د قلعه عبدالله د امن و امان او اداري ستونزو د حل لپاره عملي اقدامات وکړي.