چمن ( سید سردار محمد خوندئی )
د ضلعې د پولیسو مشر اعتزاز عارف په ځانګړو لارښوونو د سي آی اې پولیسو انچارج عبدالحکیم اڅکزي په مشرۍ کې د جرمي عناصرو پر ضد په بېلابېلو سیمو کې بریالي عملیات ترسره کړل.
د عملیاتو په ترڅ کې د هندو سوز څلور لارې، ولي محمد میدانۍ او ریلوې کالونۍ له سیمو څخه ۴ تورن کسان ونیول شول، چې په کې ۲ تورن غله او ۲ تورن د نشه يي توکو پلورونکي شامل دي. له نیول شویو تورنو کسانو څخه نورې پلټنې روانې دي.
د چمن د سي آی اې پولیسو انچارج عبدالحکیم اڅکزي وویل چې د دغو عملیاتو اصلي موخه په ښار کې د امن او امان ټینګښت، د جرمونو له منځه وړل او د ولس د ځان او مال ساتنه یقیني کول دي. د جرمي عناصرو پر ضد به بې توپیره کاروایۍ په راتلونکي کې هم په همدې هوډ سره دوام ولري.
