ګلګت (ویب نیوز) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران وفاقي وزیر امیر مقام ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې ګورنر راج له سیاسي پلوه ښه پرېکړه نه ده او حکومت نه غواړي تر وروستي حده ورسېږي. نوموړي له زاهد خان او ثمر بلور سره په ګډه خبري کنفرانس کې وویل چې په خیبر پښتونخوا کې حالات ترینګلي دي او وزیراعلی د صوبې پر ځای په احتجاجونو او سیاسي فعالیتونو کې بوخت دی. امیر مقام وویل چې په صوبه کې ترهګریز بریدونه زیات شوي، ولس له ستونزو سره مخ دی او خلک د خپلو عزیزانو مړي وړي، نو د ترهګرۍ پر مسئله باید ټولې سیاسي ډلې په یوه دریځ ولاړې وي. نوموړي پر خیبر پښتونخوا حکومت د فساد تورونه هم ولګول او ویې ویل چې وزیراعلی خپلې دندې په سمه توګه نه ترسره کوي او صوبايي حکومت باید د ولس ستونزو ته پاملرنه وکړي.
