کوټه (وېب نیوز) د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې له وسلهوالو نښتو وروسته د مهمو سوداګریزو لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر اقتصاد، سوداګرو، بزګرانو، صنعتکارانو او ټرانسپورټي برخو منفي اغېزې کړې دي. د بي بي سي د راپور له مخې، د تورخم، سپین بولدک، غلام خان، خرلاڅۍ او انګور اډې په ګډون پنځه مهمې لارې نه یوازې د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزې سوداګرۍ، بلکې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د میلیاردونو ډالرو د سوداګرۍ لپاره هم مهمې دي. د لارو تړل کېدو د افغانستان پر وارداتو، صادراتو او سوداګریزو فعالیتونو فشار زیات کړی، په داسې حال کې چې د پاکستان صادرونکي، ټرانسپورټران او سرحدي کاروبارونه هم زیانمن شوي دي. د طالبانو حکومت پر پاکستان تور پورې کړی چې سوداګري د سیاسي فشار لپاره کاروي او غوښتنه یې کړې چې سوداګري دې له سیاست څخه جلا وساتل شي. افغان حکومت او سوداګرو د بدیلو لارو او نویو بازارونو لټون هم پیل کړی، خو دواړو هېوادونو ته د اوښتي ټولیز مالي زیان د کره اندازې معلومولو لپاره د سوداګرۍ د کموالي، خرابېدونکو توکو، ټرانسپورټي لګښتونو او اغېزمنو کاروبارونو باوري ارقامو ته اړتیا ده.
