کوټه(ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر او سناتور علي ظفر ویلي چې د اکتوبر پر ۲۷مه د ګوندي پارلماني ډلې په غونډه کې به له حکومت سره د خبرو اترو یا احتجاج په اړه پرېکړه وشي. نوموړي ویلي چې په غونډه کې به د پي ټي آی بنسټګر ته د لاسرسي، د ښځو د خوشې کېدو او درملنې اړوند موضوعاتو په اړه بحث وشي، همدارنګه به مهم سیاسي او تنظیمي مسائل وڅېړل شي او د راتلونکې تګلارې په اړه به پرېکړې وشي.
