کوټه(ویب نیوز) د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړی چې د ایران پر ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول تېری به له سخت او د تصور نه بهر ځواب سره مخ شي. نوموړي دا څرګندونې د امریکا د لوړپوړو چارواکو له هغو ګواښونو وروسته کړې چې د ایران پر ضد د احتمالي پوځي اقدام په اړه یې کړي دي.
