تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

شاهین شاه افریدي د پاکستان چټک وېکټ اخیستونکی فاسټ بالر شو، ۱۵۰ یو ورځنۍ وېکټې یې بشپړې کړې

کوټه (ویب نیوز)د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان او چټک توپ‌اچوونکي شاهین شاه افریدي د انګلستان پر وړاندې د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په لوبه کې ۱۵۰ وېکټې بشپړې کړې او نوی ویاړ یې ترلاسه کړ. هغه د انګلستان توپوهونکی ټام بینټن وسوځاوه او په خپله ۸۰مه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې یې دغه پړاو ته ځان ورساوه. په دې توګه شاهین افریدي د پاکستان له لوري په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ۱۵۰ وېکټو اخیستونکی تر ټولو چټک فاسټ بالر شو. تر دې مخکې وقار یونس او شعیب اختر په ۹۱، ۹۱ لوبو کې دغه شمېر ته رسېدلي وو، خو پخواني پاکستانی سپنر ثقلین مشتاق په ۷۸ لوبو کې ۱۵۰ وېکټې اخیستې وې. شاهین افریدي په همدې لوبه کې غوره توپ‌اچونه وکړه، په ۴۶ منډو یې څلور وېکټې واخیستې او د انګلستان د لوبډلې په ۲۴۱ منډو محدودولو کې یې مهم رول ولوباوه.