تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

ایران د امریکا سره د خبرو لپاره د اروپايي هېوادونو پر وړاندیز نیوکه وکړه

تهران(وېب نیوز)د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د برېتانیا، فرانسې او جرمني له لوري د اټومي خبرو اترو وړاندیز ته په غبرګون کې ویلي، اروپايي هېوادونو په تېرو دوو کلونو کې رغنده رول نه دی لوبولی. د هغه په وینا، اروپايي هېوادونو د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا او اسراییل د بریدونو غندنه نه ده کړې. بلخوا ایران تایید کړې چې د قطر یو پلاوی په تهران کې دی او د دغه سفر یوه موخه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په برخه کې د قطر د منځګړیتوب رول هم دی.