تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

حوثیانو د ریاض پر هوايي ډګر او د سعودي د تېلو پر نللیکه د برید ادعا کړې

ریاض(وېب نیوز)د یمن حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض هوايي ډګر او د هېواد له ختیځ څخه لوېدیځ ته د تېلو لېږدولو د مهمې نللیکې د پمپونو مرکزونه یې په نښه کړي دي. سعودي چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. تر دې مخکې د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي وو چې د ریاض پر لور توغول شوی بالستیک توغندی یې په هوا کې له منځه وړی دی. د حوثیانو د بریدونو له امله د سعودي عربستان هوايي تګ راتګ هم سخت اغېزمن شوی دی.