تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د افغان ملکي وګړو د وژل کېدو تورونه رد شول؛ پاکستان د دفاعي اقداماتو حق لري

کوټه (وېب نیوز) پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال د افغان ملکي وګړو د وژل کېدو تورونه رد کړي دي. په اسلام‌اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان وویل، د افغان طالبانو د حکومت دغه تورونه بې‌بنسټه دي او ناسم معلومات په افغانستان کې د فعالو ترهګرو شبکو خطر نه شي پټولای. نوموړي وویل، د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله تر درې نیم زرو ډېر کسان وژل شوي او د طالبانو حکومت لا هم د پاکستاني طالبانو تحریک، بلوچ لېبرېشن آرمي او نورو ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې په افغانستان کې د پاکستاني عملیاتو هدف یوازې ترهګر او د هغوی د ملاتړ مرکزونه دي. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د خاورې د ترهګرۍ لپاره د کارېدو مخه ونیسي او ویې ویل چې پاکستان د خپل دفاع لپاره د ټولو اړینو اقداماتو د ترسره کولو حق خوندي ساتي.